د کتاب لیکوال وايي: د څلورو هغو کلونو په دوران کې چې ما په ګوانتانامو کې تېر کړل، داسې څه مې واورېدل او مې لیدل چې هیڅ د منلو وړ نه وو، دا هرڅه په کېمپونو کې پېښېدل .
له بندیانو سره څو ځله داسې پېښې وشوې چې د ټولو اسلامي، بشري، انساني او نړیوالو قانونو خلاف وو .په ۲۰۰۳ کال کې د روژې میاشتې په پيل کې موږ ته د زندان د مسوولینو لخوا وویل شول چې خرما، شات او یو څه ځانګړي خوراکي توکي به راته راوړي، که څه هم دا عادي شیان وو، خو بیا هم موږ ورته خوښ وو.
د روژې په دویمه ورځ له پوځيانو څخه یوه یې موږ ورټلو، له ۴۸ بندیانو څخه یوازې موږ دریو یې عکس العمل وښود او له موږ څخه یوه پوځي د اوبو په بوتل وویشت، بندي ژر له موږ څخه جلا کړل شو او یوې ځانګړې خونې ته د سزا ورکولو لپاره یوړل شو.
تر دې یوه ورځ وروسته راته وویل شول چې موږ ته به سزا راکول کېږي، موږ دریو ته به د ۴۴ ورځو لپاره د خوړو او څښلو لپاره اوبه نه راکول کېږي. موږ دا خبره له یوه لوړپوړي چارواکي سره شریکه کړه، څو د روژې د میاشتې د احترام په خاطر خپله پرېکړه بیرته واخلي او د یوه بندي د بدې رویې له امله ټولو ته سزا ورنه کړي؛ خو د هغه جواب هم منفي و او ویل یې، دا د پوځ اصول دي، یوې ډلې ته د یوه غړي له امله سزا ورکول کېدای شي .
یو بل وخت یوې ښځينه پوځۍ د قران کریم بې حرمتي وکړه، د کوټې د تلاشي په وخت کې یې قران کریم تر خونې د باندې وغورځاوه، دې پېښې د بندیانو احساسات راوپارول، په اعتصاب یې لاس پورې کړ او پرېکړه یې وکړه چې جامې به نه بدلوي، بهر به نه وځي او له هرې لارې چې کیدای شي پوځیان به بېرون باسي.
اعتصاب سمدستي شروع شو، لېکن د دې پر ځای چې مسوولین له بندیانو سره وویني، د هغوی غوښتنه پوره کړي او ښځينه پوځۍ ته د هغې د کار له امله سزا ورکړي، برعکس یې له جبر او زور څخه کار واخیست .
بې هوښه کوونکی ګاز په بندیانو وشیندل شو، پوځیان کوټو ته د ننه شول او هر بندي یې له خپلې خونې بهر ته راوویست .
له ټولو نه هر څه واخیستل شول، سرونه او ږیرې یې وخرېیل شول، منځنی بلاک له شوره ډک شو او هیڅوک خوب ته نه پرېښودل کېدل .
بل وخت په یو ځانګړي بلاک کې چې اندیانا نومېده، بندیانو د تکبیر نارې وهلې او د زندان پنجرې یې ټکولې، هیڅوک هم نه پوهېدل چې په اندیانا بلاک کې څه پيښ شوي.
لږ وروسته خبر شوو چې پوځیانو یو عرب ورور چې مشال نومېده وهلی، ډېرو بندیانو فکر کړی و چې ګواکې مشال وژل شوی، دوی د زندان پنجرې ټکولې، چیغې یې وهلې او د مشال په باره کې یې معلومات غوښتل .
امریکایانو لومړی غبرګون د امنیت په زیاتوالي وښود، خو وروسته یې اعلان وکړ چې مشال ژوندی دی، خو په یوه نازک روغتیايي حالت کې دی .
دوې میاشتې وروسته مو ولیدل چې د مشال ټول وجود فلج شوی، نه خبرې کولای شي، نه تګ کولای شي او نه هم کښېناستلای شي.
په ګوانتنامو کې هر شی تجارت ګرځېدلي وو، رویې او امتیاز په محقق پورې اړه درلوده، که بندي د محقق پوښتنو ته ځواب ویلای وای او د دوی ټولې غوښتنې یې پوره کړې وای، هر څه تشناب کاغذ، د اوبو بوتلونه او آن څلورم کېمپ ته وړل چې نسبت نورو کېمپونو ته د استوګنې یو هوسا ځای و، دا ټول ورته ممکن وو.
هغو بندیانو چې د دوی په خوښه به یې کار نه کاوه، سزا ورکول کېده. ملافاضل ته ۴۱ ورځې له دې امله سزا ورکړل شوه چې د تحقیق په دوران کې یې د محقق پوښتنو ته ځواب نه وایه، د ورځې لخوا به یې د ده د تحقیق خونه فوق العاده سړه کړه، د شپې له طرفه پوځیانو ته دنده ورکړل شوې وه څو نوموړی ویښ وساتي او د ورځې به یې د زندان په صحن کې ګرځاوه څو خوب ونه کړي .
په هر صورت، بندیان د دې نړۍ تر ټولو بې وسه قشر دی او بندي ګوانتنامو ته له وړل کېدو وروسته نور هیڅ په انسان نه حسابېده.
مینه وال کولای شي یاد کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو په مناسب قېمت تر لاسه کړي.