امریکا وایي طالبان باید د سولې لپاره مذاکراتو کې د پرمختګ په موخه تاوتریخوالی کم کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د طالبانو له لوري اوسنی روان تاوتریخوالی ورته د منلو نه دی. دده په خبره طالبان باید د هوکړې له مخې تاوتریخوالی کم کړي او ژر تر ژره بین الافغاني خبرو ته تیاری ونیسي او په دې توګه دایمي اوربند ته لاره هواره کړي. هغه ویلي طالبانو تر دې دمه هوکړې ته ژمنتیا ښودلې او ددې وخت دی چې د تاوتریخوالي په کمولو خپله ژمنتیا نوره هم ثابته کړي. ده یو ځل بیا د سولې لپاره د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم د اعلان هرکلی کړی دی او هغه یې د راتلونکو پرمختګونو لپاره مهم ګام بللی دی.