د ناټو سازمان سرمنشي وایي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې له مخې، دوی هم په افغانستان کې په مشروط ډول د خپلو سرتېرو شمیر کموي. د ناټو سرمنشي دغه څرګندونې نن د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې ددغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې مخکې په یوه داسې خبري غونډه کې وکړې، چې خبریالان نه وو ورغلي. د نوموړي دغه خبري کنفرانس د ویډیو له لارې خپور شوی او خبریالانو خپلې پوښتنې له مخکې ورته لیږلې وې. نوموړي د افغانستان په اړه وویل چې د امریکا او طالبانو د سولې د موافقې له مخې ناټو په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمېر کموي. د هغه په وینا، تر راتلونکي اوړي پورې به ددوی د سرتیرو شمیر له ۱۶ زور څخه ۱۲ زرو ته ټیټ شي. سټولټنبرګ وویل چې تر اوړي وروسته حالاتو او سرتیرو کمولو په اړه تر اوسه کومه پریکړه نه ده شوې. ده زیاته کړه، چې ناټو سازمان د افغانستان اوږود مهاله سولې او ثبات ته ژمن دی. هغه له ټولو خواوو وغوښتل چې د سولې په تړاو خپلې ژمنې عملي کړي او دسولې پروسه بریالۍ کړي.