په امریکا کې د کرونا ضد واکسینو پراخ وېش پیل شو. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ د فایزر کمپنۍ له واکسینو ډکې لارۍ روانې شوې دي او په امریکا کې د واکسینو د پراخ وېش لپاره ۱۵۴ روغتیایي مرکزونو ته خپل واکسین رسوي. وروسته له دې چې امریکا په رسمي توګه فایزر کمپنۍ ته واکسین د وېش امر ورکړ دغه کمپنۍ یې د خپلو واکسینو وېش پیل کړی دی او دا لومړی ځل دی چې پر دغه واکسینو بار لارۍ روغتیايي مرکزونو ته لېږل کېږي. په امریکا کې داسې مهال د کرونا ضد واکسینو ویش پيل کېږي چې په دغه هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو او دغه راز له دې ویروس د مړو شوو شمېر تر ټولو هېوادونو لوړ دی.