د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د کرونا ویروس خپرېدل له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د بشر لویه ستونزه بللې ده. نوموړي چې نن یې په بالقوه ډول د ناروغيو خپرېدو د اقتصادي او اجتماعي پایلو په اړه د ملګرو ملتونو د راپور خپرولو په غونډه کې خبرې کولې، وویل چې کرونا کولی شي یو داسې ریکارډ جوړ کړي چې په دې وروستیو کې یې ساری نه دی لیدل شوی. تر اوسه په نړۍ کې ۴۱ زره کسان د کرونا له امله مړه شوي او نږدې ۸۶۰ زره نور پرې اخته دي.