د سرتېرو د وتلو او جګړې د ختمولو پر سر د امریکا او طالبانو ترمنځ تازه ناندرۍ پیل شوې دي. په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر په تازه څرګندونو کې ویلي، د ټولو سرتېرو د ایستلو په اړه یې وروستۍ پرېکړه په شرایطو پورې تړلې، خو طالبان بیا بل څه غواړي. دوی د بریدونو خبرداری ورکوي. د وسله والو طالبانو ځینو نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي چې که امریکایي ځواکونه له افغانستان نه وځي، نو دوی به بریدونه له سره پيل کړي. بلخوا ځینې افغان چارواکي بیا وایي، نړیواله ټولنه یوازې د هغو مذاکراتو او سولې ملاتړ کوي، چې د ثبات سبب شي.
وروسته تر هغې چې په امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې جوبایډن وګټلې، نو د دوحې د هوکړې پر عملي کېدو هم اندېښنې رامنځته شوې. داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ښایي امریکا پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي یا جو بایډن د ټرمپ پر خلاف د سولې توافق لغوه کړي او په افغانستان کې خپل حضور ته ادامه ورکړي. د همدې اندېښنو په دوام تازه په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي چې له افغانستان څخه یې د ټولو سرتېرو ایستل په شرایطو پورې تړلي دي.
سکاټ مېلر رسنیو ته ویلي، امریکا له افغانستانه د سرتېرو کمولو ته ادامه ورکوي، خو د ټولو سرتېرو ایستل په دغه هېواد کې په وضعیت پورې اړه لري. مېلر وایي، دوی په هغه صورت کې ټول سرتېري له افغانستان وباسي، چې دلته دایمي سوله راشي، جګړې ختمې شي او افغانستان له دایمي ثبات برخمن شي. د ده په خبره: ((وروستۍ پرېکړه به د شرایطو پر اساس ترسره کېږي، امریکا به هغه وخت له افغانستان څخه په بشپړه توګه ووځي، چې په دغه هېواد کې د امن او ثبات ډاډ تر لاسه کړي)).
مېلر د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي وروستی ډېروالی هم د اندېښنې وړ بللی او په خبره یې، دې ډلې په دې وروستیو کې خپلې جګړې شدیدې کړې دي. د مېلر په خبره، د دې جګړو او نښتو تر ټولو ډېر قربانیان ملکي وګړي دي، نو ښه به وي چې تاوتریخوالی صفر ته راښکته کړل شي. هغه همدا راز له افغان ځواکونو هم د ملاتړ ډاډ ورکړی او ټینګار یې کړی چې د اړتیا په صورت کې امریکايي ځواکونه له افغان پوځ ملاتړ ته وردانګي. هغه وايي: ((له طالبانو سره هوکړې ته ژمن یو، دوی دې هم پر خپلو ژمنو عمل وکړي، له افغان ځواکونو پر ملاتړ هم ټینګار کوو)).
بلخوا وسله والو طالبانو بیا په تازه څرګندونو کې ویلي چې که امریکا د توافق پر بنسټ په راتلونکو میاشتو کې خپل ټول سرتېري له افغانستانه ونه باسي، نو دوی به پر بهرنیو ځواکونو خپل بریدونه له سره پيل کړي. د طالبانو دوو مهمو غړو د موضوع حساسیت ته په کتو د نامه نه ښودو په شرط ویلي، چې طالبانو او امریکا په دوحه کې هوکړه لاسلیک کړې او امریکا ته په کار ده چې پر دې هوکړه عمل وکړي. د دوی په خبره، جو بایډن دې هم د ټرمپ تګلاره خپله کړي، د دوحې هوکړې ته دې ژمن پاتې شي او سرتېري دې له افغانستانه وباسي.
بلخوا ځينو سیاسي او نظامي شنونکو بهرنیو رسنیو ته ویلي چې ښایي بایډن هم له افغانستانه د سرتېرو ایستلو ته ادامه ورکړي، خو په بشپړه توګه د سرتېرو د ایستلو پلوی نه دی او وضعیت به ارزوي. د دوی په خبره، بایډن به هېڅ وخت د دې اجازه ور نه کړي چې شرایطو ته له پاملرنې پرته د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړي.
له دې سره هممهاله د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، نړیواله ټولنه یوازې په هغه صورت کې د سولې له بهیر او همدا راز له بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي چې دغه مذاکرات او بهیر په افغانستان کې د تېرو کلونو لاس ته راوړنې وساتي او دلته د دایمي ثبات د راتګ سبب شي. سره له دې چې په دې وروستیو کې جګړې شدیدې شوې دي، خو له دې څرګندونو سره د جګړې د لا شدت وېره هم شته ده.