په هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۳۹ ته ورسېدې. د هېواد د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې په تېرو ساعتونو کې یې په لابراتوارونو کې لسګونه مشکوکې پېښې څېړلې دي چې له دې ډلې په هرات کې د ۴۱ ناروغانو پایله مثبته وه. د سرچینې په وینا همدا راز په کابل کې هم دوې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره ددغه ناروغانو شمېر تر ۲۳۹ اوښتی دی. عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د پراختیا په تړاو اندېښنه ښيي او پر خلکو غږ کوي چې ددوی سپارښتنو ته پام وکړي. دوی له خلکو غوښتي چې ګرځبندیز رعایت کړي، په کورونو کې پاتې شي، روغتیايي سپارښتنو ته پام وکړي او خپله کورنۍ ددغه ویروس له شره وژغوري.