برېتانیا وایي په افغانستان کې د سولې د هغو خبرو بشپړ ملاتړ کوي چې دلته د دایمي سولې او ثبات د راتګ سبب شي. په کابل کې د برېتانیا سفیرې ایلسون بلېک د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي. حنیف اتمر ویلي چې افغان حکومت د سولې په تړاو د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا په لټه کې دی او هڅه کوي دلته دایمي اوربند تامین شي. د برېتانیا سفیرې په افغانستان کې پر وروستي تاوتریخوالي خواشیني څرګنده کړې او په خبره یې د وروستیو ترهګریزو پېښو له قربانیانو سره د خپلې خواخوږۍ مراتب څرګندوي. ایلسون بلېک دغه راز ویلي چې برېتانیا له افغان سولې بشپړ ملاتړ ته ادامه ورکوي او تمه لري چې سوله دلته د پرمختګ، حقوقو د خوندي کولو او دایمي ثبات سبب شي.