هلمند کې پر ملکي وګړو د سړک غاړې ماین چاودنې شپږ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي چې دا پېښه د یاد ولایت د ګرشک ولسوالۍ په لمانده سیمه کې د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده. د هغه په خبره، په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او څلور نور سخت ټپیان دي. نوموړي د پېښې پړه پر طالبانو اچولې ده خو یادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.