ولسمشر غني د پاکستان د پوځ له مشر جنرال جاوید باجوه سره خبرې کړې دي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر په دې تلیفوني مکالمه کې له جاوید باجوه سره د کرونا پر ضد مبارزه، سولې او همدا راز په پاکستان کې د سوداګرو د ایسارو سوداګریزو توکو په اړه خبرې کړې دي. باجوه هم په دې برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده او په خبره یې دوی په سیمه کې له یو بل سره په همکارۍ د ستونزو د حل هڅه کوي. نوموړي د افغان حکومت له لوري د سولې لپاره د همه شموله جوړ شوي پلاوي هرکلی هم کړی دی او هیله یې څرګنده کړې چې دلته د سولې هڅې ژر مثبته پایله ولري. د دویم ځل لپاره د ولسمشر د ټاکل کېدو په توګه دا له پاکستاني چارواکو سره د ولسمشر غني لومړنۍ تلیفوني مکالمه ده.