د ملګرو ملتونو ادارې یو پرېکړه لیک تصویب کړ او د کرونا ویروس پر ضد یې د څو اړخیزې مبارزې غوښتنه وکړه. دا لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتونو اداره له کرونا ویروس سره د مبارزې داسې پرېکړه لیک تصویبوي چې په هغه کې پر نړیواله روغتیا او په نړۍ کې پر روان اقتصادي بحران خبرې په کې شوې دي. په پرېکړه لیک کې ددې ادارې له عمومي منشي انتونیو ګوترش څخه غوښتنه شوې چې له کرونا ویروس سره د عمومي مبارزې د تنظیم او رهبرۍ مسئولیت واخلي. د پرېکړه لیک متن د سویس، اندونیزیا، سنګاپور، ناروې اوګانا له خوا جوړ شوی و.