په دې وروستیو کې د کابل په ګډون په ګڼو لویو ښارونو کې د مقناطیسي ماین چاودنې ډېرې شوي او تر څنګ یې د عامو وګړو ترمنځ وېره او وحشت خپور دی. په وروستیو اونیو کې د کابل ښاریانو هر سهار د مقناطیسي ماین په چاودنه پيلېږي، همدا پرون په کابل کې څلور چاودنې شوې دي. یوه له حضوري چمن سره، دویمه د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې، درېیمه د درېیمې حوزې په مربوطاتو کې او څلورمه هم په ده سبز کې شوې ده. دې هرې چاودنې تلفات هم لرل، د تلفاتو تر څنګ یې مالي زیانونه اړولي او د ښاریانو ترمنځ یې وېره خپره کړې ده.
سره له دې چې د کابل ښار د امنیت مسوولیت له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح پر غاړه دی، خو نه یوازې دا چې جنايي او امنیتي پېښې کمې شوې نه دي، بلکې وېره ډېره شوې او کابو هره ورځ په کابل کې چاودنې کېږي. د دغو چاودنو سرحد ان تر موټربم بریدونو هم ورسېد او د کابل په پنځمه ناحیه کې د ولسي جرګې پر یوه غړي د موټربم برید وشو. د دې بریدونو مسوولیت هېڅ ډله په غاړه نه اخلي. نه یوازې د مقناطیسي ماین د چاودنو، بلکې د ډېری هدفي بریدونو مسوولیت هم تر دې دمه کومې ډلې نه دی منلی. د کابل په ګډون په ولایتونو کې هم هدفي بریدونه روان دي، خبریالان، مدني فعالین، سیاسي فعالین او د نظر خاوندان په نښه کېږي. دا هر څه داسې مهال روان دي چې له یوې خوا بهرني ځواکونه په وتو دي، له بلې خوا په دوحه کې د سولې خبرو دویم پړاو پيلېږي، طالبان پر خپل دريځ ټينګار کوي، حکومت د اوربند غوښتونکی دی او لا هم دا نه ده معلومه چې دویم پړاو مذاکرات به د افغانانو له هیلې سره سم پایلې ولري کنه.
اوس پوښتنه دا ده چې دغه ډول پېښې ولې رامنځته کېږي؟ حکومت ولې تر دې دمه په دې نه دی بریالی شوی چې په کابل ښار کې د هدفي وژنو او مقناطیسي ماینونو د اېښودونکو شبکې پیدا کړي او یا لږ تر لږه ولس ته وضاحت ورکړي چې دا پېښې له کومه ځایه تنظیمېږي. له یوې خوا حکومت ځان د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې بریالی بولي، خو له بلې خوا په کابل کې هره ورځ په خپله پر امنیتي ځواکونو د مقناطیسي ماین چاودنې د جدي پوښتنې وړ مسئله ده. د دې تر څنګ هدفي بریدونه همدا شان حکومت یې تر دې دمه په اړه وضاحت نه دی ورکړی او نه یې په وروستیو کې د ترسره شوو هدفي بریدونو کوم مسوول یا تورن کس نیولی دی.
له دې سره د افغان سیاسیونو ترمنځ دا وېره هم خپره ده چې ښایي ځينې کړۍ په ډېر ماهرانه توګه په کلیو او بانډو کې د بنسټیزو پروژو او عامه تاسیساتو په ورانولو لګیا وي او په ښارونو کې د فکر او نظر خاوند کسان په نښه کوي او په دې توګه له سولې وروسته د را روان وضعیت لپاره ځان ته زمینه برابروي. افغان سیاسیون جدي اندېښنه ښيي چې باید حکومت پر وضعیت کنټرول پیدا کړي او مسایل دې دومره ساده نه ګڼي.
د حکومت مسوولیت دی چې د رسنیو، خبریالانو، مدني فعالینو، عامه تاسیساتو او بالاخره هر افغان او افغانستان ساتنه وکړي او دلته دې چې د حکومت تر چتر لاندې هر څه ترسره کېږي، ولس او تاریخ ته به ملامت حکومتي چارواکي او د وخت حاکمان وي.