افغان حکومت له همکارو موسسو سره په ګډه د ولسي تړون پروګرام لسو نورو ولایتونو ته هم وغځاوه. په ارګ کې په همدې مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي وویل چې د همدې پروګرام له لارې په جلال اباد، کندهار، بلخ او هرات ولایتونو کې ۱۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۹۱۴ پروژې بشپړې شوې دي او اوس ټاکل شوې چې دغه پروګرام لسو نورو ولایتونو ته هم وغځول شي. په دې ولایتونو کې هلمند، غزني، فراه، پروان، جوزجان، بدخشان، پکتیا، لوګر، نیمروز او بلخ شامل دي. په دې ولایتونو کې به هم د ۴۵ میلیونو ډالرو به ارزښت ګڼې پروژې پيل شي. همدا راز به د کارموندنې د ملي پروګرام له لارې په جلال اباد، لغمان، کنړ، نورستان، هرات، غور، تخار، کندز، بغلان، خوست، کندهار او فاریاب دولسو ولایتونوکې د ۱۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت د ولس په خوښه بېلابېلې پروژې عملي کېږي. په دې لړ کې د ۱۲۰ زره کسانو لپاره د کار موندلو اټکل شوی دی. ولسمشر ویلي چې ددې پروژو په عملي کولو سره به خلکو ته د کار زمینه برابره شي او تر څنګ به یې ښارونه انکشاف وکړي.