د فرانس پریس خبري آژانس د خبر له مخې اسراییل کې د کرونا ویروس د ګڼو نورو هیوادونو په څیر د چټکې خپریدا په حال کې دی، د تازه شمیرو له مخې دغه هیواد کې تر دې دمه ټولې (۷۰۳۰) مثبتې پیښې ثبت شوې او څلویښت کسه یې مړه کړي دي، اسراییل کې روغتیایي چارواکو ویلي چې ددغه هیواد په پوځ کې تر ټولې ډیرې پیښې ثبت شوې دي.