د وروستیو شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۹۸۳۹۰ ته رسېدلی دی. ددې تر څنګ ددغه ناروغۍ له امله تر دې دمه ۵۹۱۵۹ کسه مړه شوي دي. همدا راز ۲۲۸۹۲۳ کسه بېرته له دغه ویروس رغېدلي هم دي. امریکا لا هم د مثبتو پېښو له اړخه د لېست په سر کې ده. امریکا کې بیا په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د تر ټولو لوړې مړینې ریکارډ هم ثبت شوی دی. جان هاپکنز پوهنتون وایي په ۲۴ ساعتونو کې په امریکا کې ۱۵۰۰ کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي. په دغه هېواد کې مثبتې پېښې ۲۷۷۱۶۱ او د مړینې شمېره ۷۳۹۲ ته رسېدلې ده. ایټالیا کې د مړو شمېر ۱۴۶۸۱ او د اخته کسانو شمېر ۱۱۹۸۲۷ کسه دی. هسپانیا کې ۱۱۱۹۸، فرانسه کې ۶۵۰۷، ایران کې ۳۲۹۴ کسان په دغه ویروس اخته دي.