اروپايي ټولنې په نړۍ کې له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې اوربند وکړي. ددغه ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزیف بوریل په یوه اعلامیه کې ویلي چې د نړیوال اوربند په اړه د ملګرو ملتونو له غوښتنې ملاتړ کوي. دده په خبره اوس ددې وخت دی چې ټوله نړۍ د کرونا پر وړاندې مبارزه کې برخه واخلي او ښکېل لوري له دې اوربند ته غاړه کېږدي. بوریل وایي کرونا ټوله نړۍ له ګواښ سره مخامخ کړې ده او نړیوال باید د ملګرو ملتونو غوښتنو او سپارښتنو ته پاملرنه وکړي. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه کړې وه.