دا مهال د نړۍ په ۲۰۴هېوادونو او خپلواکه سیمو کې کرونا ویروس خور شوی دی او د نړۍ ۱۸هېوادونه تر اوسه ددې ویروس څخه خوندي پاتې دي. د راپور له مخې په دغو ۱۸هېوادونو کې څلور اسیايي هېوادونه یمن، شمالي کوریا، تاجکستان او ترکمنستان شامل دي. همدارنګه دافریقا څلور هېوادونه جنوبي سوډان، ساوتومي او پرنسپ لیسو تهوا او کوموروز ته هم تر دې دمه دکرونا ویروس نه دی رسیدلی. ددې ترڅنګ ۴۲ خپلواکه سیمې چې تر اوسه ورته دا ویروس نه دی رسېدلی په هغو کې ۱۰ د فرانسې او ۷ د برېتانیې تر واک لاندې دي خو په خپله تر اوسه فرانسې کې شپږ نیم زره او برېتانیې کې درې زره کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي. د تازه شمېرو له مخې، دا مهال په ټوله نړۍ کې ۵۷ زره کسان له کرونا ویروسه مړه شوي او په دې ناروغۍ اخته کسان تر ۱۰ لکه ۷۴ زره زیات شوي دي.