د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د ازبکستان د دولتي امنیتي خدماتو د رییس له مرستیال فرخ مختاروف سره کتلي دي. د ازبکستان دغه لوړپوړي امنیتي مسوول ویلي افغانستان ته یې د راتګ موخه دا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخې او امنیتي همکارۍ ډېرې شي. د ده په وینا د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د امنیتي همکاریو پراختیا د دې سبب کېږي چې په سیمه کې امنیت تامین شي او د احتمالي ترهګریزو فعالیتونو مخنیوی وشي. هغه ویلي چې ازبکستان د افغانستان د سولې له پروسې هم ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته تیار دی. تر دې وړاندې هم افغان حکومت ویلي وو چې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ به د امنیتي همکاریو توافقات رامنځ ته کېږي او هڅه کېږي چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخې او پیاوړې شي.