د وروستیو شمېرو له مخې ۳۱۱۳۷۵ کسان تر دې دمه په امریکا کې په کرونا ویروس اخته شوي دي. په دغه هېواد کې د مړینې شمېره ۸۴۵۲ ته رسېدلې ده. په ټوله نړۍ کې بیا د اخته کسانو شمېر ۱۲۰۱۹۳۳ او د مړو شوو کسانو شمېر ۶۴۷۱۶ ته رسېدلی دی. همدا راز ۲۴۶۷۱۶ کسه نور له دغه ناروغۍ جوړ شوي هم دي. هسپانیه کې د اخته کسانو شمېر ۱۲۶۱۶۸ او د مړو شوو شمېر بیا ۱۱۹۴۷، په ايټالیا کې د اخته کسانو شمېر ۱۲۴۶۳۲ او د مړو شمېر بیا ۱۵۳۶۲، په فرانسه کې ۷۵۶۰، په ایران کې ۳۴۵۲ او په برېتانیا کې ۴۳۱۳ کسه تر دې دمه کرونا ویروس مړه کړي دي.