د هېواد یو شمېر سیاسي مشران چې هڅه کوي د ډاکټر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ جوړجاړی رامنځ ته کړي وایي، د تفاهم او همکارۍ لپاره ددوی هڅې ښې پر مخ روانې دي. پخواني ولسمشر حامد کرزي، استاد عبدالرب رسول سیاف او محمد یونس قانوني په ګډه خپره کړې اعلامیه کې ویلي دوی له ولسمشر غني غواړي چې تر یوې مودې نوې مقررۍ و ځنډوي او همدا راز ډاکټر عبدالله عبدالله ته هم په کار ده چې جوړجاړي ته ټاکل شوی وخت وغځوي. دوی هيله څرګنده کړې چې وکړی شي اختلافونه له منځه یوسي او همدا راز د سولې په برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي. په ګډه اعلامیه کې راغلي چې د ټولو اړخونو ګډ مسوولیت ددایمي سولې راوستل دي او ښه به وي چې تر ډېره تمرکز پر سوله او د جګړې پر ختمېدو وي.