پښتو معاني څېړنیز اثر په دې وروستیو کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد پوهنمل محمود مرهون لیکلی دی. په دغه کتاب کې د معاني (چې په ادبیاتو کې یو لوی او جالب بحث دی) پر مخینې، پښتو معاني، په اوسني ژوند او ادب کې د معاني پر اړتیا، فصاحت، بلاغت، صراحت، اسنادو او نورو مسایلو مفصل بحثونه شوي دي.
د یاد اثر لیکوال د دغه کتاب په سریزه کې لیکلي: «انسانان د پرمختګ په پېړیو کې له ځان سره هر هغه څه را کاږي چې د دوی په پرمختګ کې برخه لري. ادب او هنر هغه پدیده ده چې د انسانانو له ژوند او سلیقو سره یوځای او خوله په خوله او نسل پر نسل را روانه ده او هنر د ژوند هغه برخه ده چې انسان یې په شعوري توګه نه، بلکې په لا شعوري توګه پنځوي. که څه هم ډېری نوکي او زلمکي انسانان به بوخت وي چې په زور هنر او ادب وپنځوي، مګر هغه ځکه خوند نه کوي چې په لا شعوري توګه نه وي پنځېدلي؛ بلکې په زور پنځول شوي وي او په زور پنځېدلی هنر همېشه مصنوعي، ستوخ او نه هضمېدونکی وي.
هنرونه همېشه د بشري ټولنو د ودې په سلسله کې د ټولنې د هغو اشخاصو له لاشعورونو څخه راپنځېدلي دي، چې په ټولنه کي یې د لوړو خیالاتو د عملي کولو زمینه نه ده موندلې، نو خو بیا هم هغه خیالات او افکار د شعر، هنر او ادب په توګه راپنځېدلي دي. زه حتی د دې ادعا لرم چې هنر او ادب زموږ هغه هیلې او ارزوګانې دي چې کامیابه شوې نه دي که کامیابه شوې وای، بیا هیله او ارمان نه پاتې کېدې او په عمل بدلېدلې…..
دغه بحث د معاني د علم له پېژندنې او تاریخچې څخه پیلوو، په ادب، لیکنه او خبرو کې یې پر اړتیاوو غږېږو او بیا د معاني اته بابه یو په بل پسې بحثوو، په هر بحث کې موجوده ټول تعریفونه او اساسات وړاندې کوو، له تعریف او تشریح سره په پښو ادب کې یې مثال په تطبیقي توګه وړاندې کوو. هیله مو دا وي چې دغه څېړنه وروستۍ و نه بولئ….»
دا پورتني هغه موارد وو چې د یاد اثر لیکوال د کتاب په سریزه کې راوړي دي. دغه کتاب ټولټال ۴۵۵ مخونه لري چې مینه وال یې په کابل کې پر اکسوس کتابپلورنځي سربېره، د ښار او ولایتونو له لویو کتابتونو څخه هم په مناسب قیمت تر لاسه کولی شي.