ولسمشر د یوه فرمان له لارې د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې ګوښه کړی او پر ځای یې نوی سرپرست وزیر ټاکلی دی. عبدالهادي ارغندیوال په تېرو ټاکنو کې د ولسمشر غني متحد و او د حزب اسلامي د ګوند استازیتوب یې د ده په ټاکنیز ټیم کې کاوه. دی د روان کال په حمل یا وري میاشت کې د مالیې سرپرست وزیر وګومارل شو او په لیندۍ میاشت کې یې له ولسي جرګې د باور رایه واخیسته، خو له کار یې لا میاشت نه اوړي چې ولسمشر غني له دندې ګوښه کړی دی. دې مسئلې په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه پارولي دي.
د ګوتو په شمار ورځې کېږي چې ولسمشر غني د عامې روغتیا وزارت وزیر له دندې ګوښه کړ او اوس یې په تازه اقدام کې د یوه فرمان په صادرولو د ماليې وزیر عبدالهادي ارغندیوال هم له دندې ګوښه کړی دی. په ارګ کې یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې په وروستیو کې د ځینو مسایلو له امله ولسمشر غني پرېکړه کړې چې د دغه وزارت وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې ګوښه کړي. د ولسمشر غني د دفتر له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې هم د هغه د لرې کېدو راپورونه تایید شوي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې عبدالهادي ارغندیوال په دې وروستیو کې په مالیې وزارت کې خپلسرې ګومارنې کولې او همدا راز یې د مالیاتو د راټولونې په برخه کې یې مدیریت خورا کمزوری و. د ولسمشر غني د دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې نوموړی د ښې حکومتولۍ ارزښتونو ته هم ژمن نه و. د سرچینې په خبره: ((د جمهوري ریاست عالي مقام په حکم کې د مالیې وزیر د ګوښه کېدو دلایل د عوایدو په ټولولو کې کموالی، په مالیې وزارت کې د غیرې قانوني مقرریو د څېړنو ګډ پلاوي سره نه همکاري او د دغو څېړنو مخه نیول، کمزوری مدیریت، د ښې حکومتولۍ ارزښتونو ته ژمنتیا نه لرل او په ورسپارل شوو وظایفو کې د هېواد اساسي قانونو ۷۷یمې مادې نه مراعت کول یې له دندې د لرې کېدو لاملونه دي)).
د ارګ له مطبوعاتي دفتره د ارغندیوال د لرې کولو یو بل مهم لامل هم دا په ګوته شوی چې هغه په خپلو چارو کې د ولسمشر له حکمونو او لارښوونو سرغړونه کړې ده. د سرچینې په خبره: ((او د جمهوري ریاست د عالي مقام له حکمونو او هدایاتو څخه سرغړونه یاد شوي دي)).
تر دې دمه عبدالهادي ارغندیوال د ولسمشر پر دغه پرېکړه غبرګون نه دی ښودلی، خو هغه ته نږدې سرچینې وایي چې د مالیې وزارت د وېش پر سر د ولسمشر غني او ارغندیوال ترمنځ ناندرۍ رامنځ ته شوې وې. د سرچینې په خبره، څه موده وړاندې چې ولسمشر غني په څو ادارو د مالیې وزارت د وېشلو پرېکړه وکړه، نو د نړیوالو په ګډون د ارغندیوال له غبرګون سره هم مخ شوه او په دې برخه کې یې له همکارۍ ډډه وکړه.
بلخوا د سیاسي او حقوقي چارو شنونکي بیا د ولسمشر پر دغه پرېکړه نیوکه کوي. دوی وایي، دا چې تر ټاکنو وروسته ولسمشر غني واک ته رسېدلی، نو اوس په دې لټه کې دی چې د ملي تدارکاتو په څېر د هېواد ټولې عایداتي سرچینې او شاه رګونه پر ارګ ور مات او ولسمشر پخپله ټولې عایداتي سرچینې په واک کې ولري. د سیاسي او حقوقي مسایلو شنونکی صدیق منصور انصاري وایي: ((ولسمشر غواړي د تدارکاتو او نورو اداراتو په څېر چې عایدات ولري، ټول مالیاتي او عایداتي شاه رګونه ارګ سره وصلوي او غواړي پر هر څه حاکم وي او څه ډول لوبې یې چې زړه وغواړي هسې لوبې وکړي)).
د ولسي جرګې غړو هم پر دې پرېکړه غبرګون ښودلی دی. د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون غړی عبدالکبیر کبرزاني وایي چې د ولسمشر په کابینه کې ارغندیوال تر ټولو پاک سړی و او ولسمشرۍ ماڼۍ یې چې د ګوښه کېدو لپاره کوم دلایل راوړي، هغه معقول نه دي. د ده په وینا، د ولسمشر په شاوخوا کې یوه ځانګړې کړۍ رامنځته شوې چې دوی شخصي غوښتنې لري او د کابینې کوم غړی یې چې غوښتنې نه مني، نو دوی یې پر وړاندې ولسمشر پاروي او ولسمشر یې هم له دندې ګوښه کوي.