د امریکایي مرستو کمېدل به د افغانستان دفاعي او امنیتي سکتور زیانمن کړي. دې هېل نشریې په خپل یوه مطلب کې لیکلي دي د ټرمپ حکومت د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره ځانګړې شوې بودیجه کې سترګې خښې کړې دي. د سرچینې په خبره داسې ښکاري چې ټرمپ به یو میلیارد مرستې له افغان حکومت سره کمې کړي او دغه پیسې به تر ډېره د افغانستان دفاعي او امنیتي ادارې زیانمنې کړي. د امریکا د کانګریس ځینو غړو دغه نشریې ته ویلي دي دغه پیسې د امنیتي او دفاعي ادارو وې، که له دوی ګرځول کېږي نو پر یادو ادارو به منفي اغېز کوي چې دا د امریکا د ملي ګټو په زیان کار دی. دې هېل نشریه لیکي افغانستان په حساسو شرایطو کې دی او په دې وضعیت کې د امریکا له لوري فشارونه او د مرستو کمول د مرکزي حکومت د کمزورۍ سبب ګرځي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو څه موده وړاندې اعلان وکړ چې په حکومت کې د سیاسي اختلافونو له امله له افغانستان سره خپلې یو میلیارد ډالر مرستې کموي.