د کندهار نیمروز پر لویه لار پر مسافر وړونکي موټر د ماین چاودنه شوې ده. د راپورونو له مخې پېښه د کندهار په میوند ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوې چې ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی موټر له کندهاره نیمروز ته پر لار و او سړک غاړې ته پر ځای پر ځای شوي ماین ور برابر شوی دی. د میوند ولسوالۍ ولسوال وایي چې د طالبانو د ګواښونو له امله په ځينو برخو کې مسافر وړونکي موټر له پاخه سړک خامې ته اوړي. دده په خبره طالبانو پر خامه سړک نوی ماین ځای پر ځای کړی و، چې پر یاد موټر یې چاودنه کړې ده او په پېښه کې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.