د دغه ناول په اړه استاد اجمل ښکلی وايي: «(د سوفي نړۍ) د ناروېژي ليکوال جوسټيين ګارډر ناول دى. د ناول کيسه پر يوې پنځلس کلنې نجلۍ چورلي. د نجلۍ نوم سوفي دى او په يوناني کې سوفي عقل او پوهې ته وايي، چې ليکوال لاسي دا نوم پرې اېښى.
سوفي يوه ورځې له ښوونځي کور ته راروانه وي، چې د خپل وره په پوستخونه کې ورته ليک پروت وي. له دې سره د ليکونو لړۍ پيل شي، چې په پاى کې مخامخ کتنو ته خبره ورسي. سوفي ته چې څوک خطونه رالېږي، هغه يو فيلسوف وي، چې سوفي ته فلسفه ښيي.
د سوفي او استاد خبرې يې د اثر په بڼه په لبنان کې ناست مېجر البرټ کنيګ په ناروې کې خپلې ناستې لور هيلډې ته ليکي. دا ناول په اصل کې د فلسفې تاريخ دى، چې د لرغوني يونان له لومړنيو ساينسپوهانو او فلسفيانو نه پيل شوى او د شلمې پېړۍ د ژان پل سارتر پر وجوديت باندې ختم دى. د فلسفې او فرهنګ تارىخونه ډېر دي او په اسانه يې موندلاى شو؛ خو دا ناول څو امتيازه لري:
لومړی؛ د دې ناول ليکوال تر ناول ليکوالو مخکې په ليسه کې د فلسفې استاد و. دا ناول يې په غالب ګومان د ليسې شاګردانو ته ليکلى دى او د هغوى په ذهني کچ برابر دى.
دويم؛ د دې مطلب دا نه دى چې په لوړ کچ له دې اثره استفاده نه کېږي. د (سوفي نړۍ) د بېلابېلو فلسفي مکتبونو هغه تياره اړخونه رااخلي، چې ښايي پخوا مو نه وي لوستي او پخپله مطالعه کې يې تشه محسوسوو.
درېيم؛ دا اثر د بېلابېلو فلسفي مکتبونو، ساينسي جريانونو او فرهنګونو مهمو اړخونو ته ارزښت ورکوي او په تفصيل پسې سر نه ګرځوي، ځکه چې تفصيل د معلوماتو ترمنځ انسجام ته زيان رسوي او د لوستونکي حافظه يې د کلي مفهوم په اخيستو کې له ستونزو سره مخېږي.
هسې دا اثر ښه پنډ دى، خو د دې مطلب دا نه دى چې لوستونکى دې يې په يوه ناسته کې ولولي. ښايي په يوه ناسته کې ايله سړى يو يا نيم فلسفي مکتب ايله ولوستلاى شي. ليکوال هم ښايي په همدې خاطر د هر فلسفي مکتب په تشريح کې له لنډيزه کار اخيستى، چې لوستونکى پکې دمه وکړي. دا ناول پر دومره مهمو مسايلو خبرې کوي، چې په دمه کې هم سړى دمې ته نه پرېږدي او پر لوستي فلسفي مکتب او ژوند يې فکر کولو ته اړ باسي.
څلورم؛ ليکوال د ناول هره مهمه خبره په بېلګو کې وړاندې کړې ده. دې کيسو که له يوې خوا پېچلې فلسفي مسئلې اسانه کړې، له بلې خوا يې اثر هنري کړى هم دى. د تېرو فلسفي مکتبونو په مخالفت کې يې د وجوديت د فلسفې د بنسټګر کيير کيګارډ د فکر په يوه مثال کې وړاندې کړى، چې يوه ورځ بودا ته خپل يوه پيرو وويل: د «نړۍ څه شى ده؟ انسان څه شى دى؟» پوښتنو واضح ځوابونه راکولاى شئ. بودا ورته په ځواب کې وويل، چې که ته په زهرجنو غشو لګېدلى پروت يې؛ نو ته به له ځانه دا پوښتنه کوې، چې دا غشى له کومه راغى او په کومو زهرو لړلى و؟ که د داسې کس لار به څارې، چې راشي او ستا له بدن نه غشي وباسي او د ټپ درملنه دې وکړي؟
دا د کييرکيګارډ نظر دى او مطلب يې دا نه دى، چې انسان ګنې رښتيا هم د خپل وجود په اړه له خپلو پوښتنو سره نه مخېږي. د انسان چې لومړنۍ او دويمي اړتيا پوره شي؛ نو هرومرو له ځانه پوښتنه کوي، چې زه څوک يم او دا نړۍ له کومه شوه؟
پنځم؛ له يوې خوا دا اثر موږ ته د اروپا د فرهنګ(مذهب، فلسفې، ساينس او هنر) د تاريخ په اړه يو عمومي تصور راکوي او له بلې خوا راته د بېلابېلو فلسفي مکتبونو او ساينسي جريانونو د رامنځته کېدو او ختمېدو عوامل په ګوته کوي، چې فلسفې څرنګه رامنځته کېږي او څرنګه له منځه ځي. څرنګه يو فلسفي مکتب د بل فلسفي مکتب زنې ورتړي او څرنګه نوى مکتب د واقعيت د درک دعوه کوي.
شپږم؛ په دې اثر کې د يوه فلسفي مکتب پلوي هم نه وينو. له هر فلسفي مکتب سره چې سړى مخېږي، له بيان ښکاري چې دا به سم وي؛ خو چې ورپسې بل ولولي؛ نو پوه شي چې تېر فلسفي مکتب کوم کمالونه او کومې نيمګړتياوې لرلې؟ داسې دا اثر د سيوري او لمر په بريد روان دى او ګومان کوم په دې خاطر په برياليو فلسفي اثارو کې دى.»
مینهوال کولای شي دا کتاب پر اکسوس سربېره د ښار په نورو لویو کتابپلورنځيو کې هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.