د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر هنري کیسینجر وایي، له کرونا څخه پېښدونکی سیاسي او اقتصادي بحران به د ډېر وخت لپاره او ان تر راتلونکي نسل پورې دوام وکړي او د نړۍ نظم به بدل کړي. نوموړي په یوه مقاله کې چې په وال سټرېټ ژورنال کې خپره شوې ویلي، ملتونه په دې باور دي چې کېدای شي دولتونه یې د بحران رامنځ ته کېدو وړاندوېینه وکړي او اغېز یې کم کړي، خو کله چې (کووېډ ۱۹) پای ته رسېږي، تاسو به وګورئ، چې د پیاوړو هېوادونو ډېری بنسټونه به له منځه تللي او ډېری هېوادونو به ماتې خوړلې وي. دی وایي، له کرونا ویروس څخه رامنځ ته شوی زیان کېدای شي موقتي وي، خو سیاسي او اقتصادي بحران به تر راتلونکي نسل پورې دوام کوي. نوموړی زیاتوي، چې که د کرونا روان بحران سم مدیریت نه شي نړۍ په اور کې وسوځوي.