د روغتیا نړیوال سازمان د تازه شمیرو له مخې ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له امله تر دې دمه (۷۲۷۵۰)تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی ،ایټالیا کې( ۱۵۸۸۷)تنه،
هسپانیا کې(۱۳۰۵۵)تنه،
امریکا کې (۹۶۳۲)تنه،
فرانسه کې (۸۰۷۸)تنه ،
بریتانیا کې (۴۹۳۴)تنه،
ایران کې (۳۷۳۹)تنه،
چین کې (۳۳۰۰)تنه او پاتې کابو ۱۵ زره کسان د نړۍ نورو ۱۹۰ هیوادونو کې مړه شوي دي.دغه راز ټوله نړۍ کې تر دې دمه (۱۳۳۵۰۰۸)مثبتې پیښې ثبت شوې چې تر ټولو ډیرې په امریکا کې دي.