امریکا وایي نړیوال ډونران په افغانستان کې له روان وضعیت نه ناهیلي شوي دي. د سویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس وېلز پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په داسې حال کې چې نړۍ د کرونا ویروس او د هغه د ویجاړونکو اقتصادي اغېزو تر فشار لاندې ده، مرسته کوونکي له هغو پروګرامونو او خصوصي مسایلو چې د افغانستان د خلکو د سوکالۍ په وړاندې مطرح کېږي، ناهیلې او ستړي شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې تردې مخکې هم متحده ایالاتو د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي جنجالونو له دوام څخه اندېښنه ښودلې ده.