د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر حنیف اتمر سره تلیفوني خبرې کړې دي. نوموړي په دې تلیفوني مکالمه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې ددایمي سولې د راتګ غوښتونکي دي او د سولې او مذاکراتو په بهیر کې یې د مرستې ډاډ ورکړی دی. په ورته وخت کې حنیف اتمر هم ویلي چې ازبکستان تل له افغانستان سره په بېلو برخو کې همکاري کړې ده. نوموړي همدا راز په هېواد کې د کرونا ویروس له پراختیا سره هممهاله له ازبکستان غوښتي چې د خپلو تېرو همکاریو په دوام له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي. ازبکستان هم د لا ډېرو بشري مرستو ژمنه کړې ده.