د امریکا نوي حکومت د خپل کار له پیل سره سم وویل چې له طالبانو سره د امریکا هوکړه به له سره ارزوي. که څه امریکايي چارواکو ویلي چې دا هوکړه به عملي کوي، خو له خبرو یې ښکاري چې دوی د طالبانو له اړخه د دې هوکړې پر عملي کېدو ډاډه نه دي. تر اوسه پورې داسې ښکاري چې د امریکا له خوا د هوکړې د ارزونې پایله همدا ده یا ارزونه د همدې لپاره وه چې طالبانو هوکړه په ښه ډول نه ده عملي کړې. د تاوتریخوالي دوام او له القاعدې سره اړیکې هغه مسایل دي چې امریکا وايي، طالبانو پرې هوکړه نقض کړې ده.
نو امریکا د دغو خبرو په کولو سره له طالبانو څه غواړي؟
طالبان وايي چې دوی هوکړه عملي کړې او امریکا یې هم باید عملي کړي، خو د امریکا له خوا د هوکړې پر نقض د طالبانو تورنول دا پيغام ورکوي چې ګواکي دوی هم حق لري چې دا هوکړه نقض کړي. اوس خبره د هوکړه د یو مخ لغوه کېدو نه ده، ځکه چې دا چاره نه امریکا غواړي او نه یې هم په ګټه ده، خو دوی غواړي له خپله اړخه د هوکړې یو لوی نقض ته لاره هواره کړي. داسې ښکاري چې امریکا غواړي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو حضور وغځوي او د دې لپاره په لارو چارو او پلمو پسې ګرځي. د طالبانو او امریکا د هوکړې پر اساس په راتلونکو دریو میاشتو کې باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. اوس په امریکايي دریځونو کې محسوسېږي چې دوی غواړي د خپلو ځواکونو حضور وځنډوي. همداسې یو رپوټ رویټرز هم د یوه امریکايي چارواکي په حواله خپور کړی دی. امریکايي چارواکي به استدلال کوي چې د ځواکونو وتل مشروط وو او شرط د طالبانو له خوا د هوکړې عملي کول و، چې پکې د تاوتریخوالي کموالی او له القاعده سره د اړیکو پرې کول هم شامل دي. اوس به امریکايي چارواکي پر همدې استناد وکړي، پلمه به جوړه کړي او د خپلو ځواکونو پاتې کېدو ته به لاره پرانیزي. دا چې پرون د اروپايي اتحادیې، امریکا، برېټانیا او ځینو نورو هېوادونو له خوا په ګډه اعلامیه کې پر طالبانو د تاوتریخوالي د زیاتولو، هدفي وژنو او نورو ناوړه کړنو تورونه لګول شوي، دا هم د همدې هڅې یوه برخه ده چې امریکا غواړي پر طالبانو فشار راولي، څو د سولې هوکړه نقض کړي او د خپلو ځواکونو حضور تر څو نورو میاشتو هم وساتي.
له بده مرغه په دې هر څه کې هغه سوله هېره شوې چې افغانان یې غواړي. طالبانو فکر کاوه چې امریکا به ورسره کړې ژمنې عملي کوي، دوی له همدې سره جګړه هم روانه وساتله، ښارونو ته سختې وژونکې څپې را ورسېدې. حکومت بیا د واک د دوام لپاره د سولې مخالفت ته زور ورکړ. د دې ټولو پایله همدا یوه وه، چې د افغانستان خلکو ته یې زیان واړاوه. که لوبه همداسې روانه وي، هغه سوله نشته چې خلک یې غواړي، جګړه به دوام کوي، حکومتي چارواکي به د خپلې واکمنۍ دوام ته کار کوي، امریکا به د خپل حضور او نورو ګټو په هڅه کې وي، طالبان به په زور او جګړه ټینګار کوي او قرباني به یوازې د افغانستان مظلوم خلک وي.