په امریکا کې د کرونا له امله د مړو شوو شمېر تر لس زره واوښت. بلخوا بیا په چین کې د لومړي ځل لپاره په ۲۴ ساعتونو د کرونا له امله د مړینې پېښه نه ده ثبت شوې. په امریکا کې دمګړی ۳۶۷۰۰۳ کسه په کرونا اخته شوي دي او تر ۱۰۸۷۱ یې وژلي دي. په ټوله نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۳۴۶۵۶۶ ته رسېدلی دی. همدا راز تر اوسه په ټوله نړۍ کې د کرونا له امله ۷۴۶۹۷ کسان مړه شوي دي. همدا راز ۲۸۷۶۹۵ کسان بیا له دغه ويروس بېرته رغېدلي دي. هسپانیا د اخته کسانو له اړخه دویم هېواد دی په دغه هېوا کې ۱۳۶۶۷۵ کسان په کرونا اخته دي او ۱۳۳۴۱ کسه یې مړه کړي دي. په ایټالیا کې بیا د مړو شمېر ۱۶۵۲۳ کسه ته رسېدلی او مثبتې پېښې هم پکې ۱۳۲۵۴۷ ته رسېدلې دي. له دې سره سره رسنۍ وايي چې په اروپا کې په کرونا د اخته کېدو پېښې مخ پر کمېدو دي.