په کابل ښار کې پرون بیا څلور چاودنې وشوې. دا چاودنې ظاهراً د چسپکي ماینونو وې، چې پکې د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رییس دوکتور محمدخان عاطف هم ووژل شو. پرونۍ چاودنې درې پر ملکي او یوه پر دولتي موټرونو شوې دي چې تر لسو زیاتو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. هېچا د دغو بریدونو پړه نه ده اخیستې. حکومت دغه ډول بریدونه د طالبانو کار ګڼي او یا وايي چې نورې ډلې د طالبانو په مرسته دا بریدونه کوي، خو طالبان یې ردوي او د دوکتور عاطف وژنه یې د “داخلي استخباراتو” کار ګڼلی دی.
په کابل کې دا بریدونه څوک کوي او څوک یې نه کوي؛ دا یو بحث؛ خو دغو بریدونو د وېرې او ډار یوه سخته فضا خپره کړې ده. په کابل کې هره ورځ یوه یا څو داسې چاودنې کېږي چې پکې هر ډول خلک په نښه کېږي. له ژورنالېست او مدني فعال نیولې تر سیاستوال، دیني عالم، قومي مشر، دولتي کارکوونکي او بل هر افغان پورې هر څوک پکې په نښه کېږي. اوس هر څوک چې په کابل کې له کوره راوځي او بیا په موټر کې سپریږي، د وېرې احساس کوي. هېڅوک خوندي نه دي او یوازې هغوی د خوندیتوب احساس کوي چې یا له کورونو نه راوځي او یا هم له خلکو لرې په لوړو دولتي څوکیو او خوندي سیمو کې د ګڼو ساتونکو په منځ کې ژوند کوي. دغو وژنو او چاودنو د خلکو پر ورځني ژوند او رواني امنیت ژور اغېز کړی دی. ډېر خلک له دې وېرې کم له کورونو راوځي او ډېر کارونه یې پرېښې دي. د دې تر څنګ له رواني اړخه هم خلک تر ژور فشار لاندې دي او له سختې ناهیلۍ سره مخ دي.
حکومت چې د خلکو د امنیت د ساتلو دنده لري، په شرموونکي ډول د دغو بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی. زموږ استخباراتي او امنیتي ادارې د دغو چاودنو او وژنو په مخنیوي کې بې وسې دي او خلک پرې باور نه کوي. حکومتي چارواکي هم د دې پر ځای چې د دغو پېښو د مخنیوي لپاره واقعي او اساسي ګامونه واخلي، یا طالبان ملامتوي او یا هم یوازې د غندنې او خواخوږۍ الفاظ کاروي. لومړی د بریدونو څرنګوالي ته په کتو اوس داسې نه ښکاري چې دا ټول بریدونه به طالبان کوي، خو که رښتیا یې هم طالبان کوي، نو بیا هم د حکومت دنده ده چې د دغو بریدونو مخنیوي وکړي، څو خلک له اوسني ناوړه حالت څخه ووځي.
حکومتي چارواکي باید درک کړي چې دنده یې د نورو ملامتول، غندل او خواخوږي نه ده، بلکې اصلي دنده یې دا ده چې د خلکو سر خوندي کړي او د دغه ډول بریدونو مخه ونیسي. څنګه ممکنه ده چې په پلازمېنه کې دې هره ورځ داسې پېښې وشي، خو زموږ استخباراتي او نور امنیتي ارګانونه دې د دغو بریدونو اصلي عاملین پیدا نه کړي او مخه دې یې ونه نیسي!؟ دا یو برید نه دی، دوه نه دي، درې نه دي، بلکې لسګونه بریدونه دي او خبره سلګونو ته رسېږي، خو بیا یې هم مخه نه نیول کېږي او همغسې روان دي. دا بریدونه او له دې امله را ولاړه شوې وېره یوازې د حکومت او د امنیتي او استخباراتي مسوولینو د ناکامۍ مانا لري او دوی باید یا د دغو بریدونو او وحشتونو مخه ونیسي او یا هم پرېږدي چې بل څوک دا حالت کنټرول کړي.