یوه مشهور امریکايي سناتور په تازه څرګندونو کې ویلي چې د امریکا حکومت له لسو کلونو راهیسې د ویروسونو په پېژندنه او مخنیوي کې تحقیقات کړي دي. دده په خبره امریکا د (PREDICT) په نامه یوه پروژه پیل کړه چې په هغه کې یې د ویروسونو د پېژندنې او مخنیوي لپاره تحقیقات کول. د کریس مورفي په خبره په لسو کلونو کې امریکا ۱۲۰۰ ډوله ویروسونه تشخیص کړل چې په دې کې د کرونا ۱۶۰ نوعې هم شاملې دي. دده په خبره امریکا دغه پروژه د چین په ووهان کې هم مخ ته وړله او د ویروسونو په اړه یې پلټنې کولې، خو د کرونا ویروس تر خپرېدو دوه میاشتې وړاندې دغه برنامه د ټرمپ له لوري په یاد ښار کې ودرول شوه. اوس ځینې غیر امریکایي رسنۍ د امریکايي سناتور مورفي خبرو ته په کتو وایي چې ښايي امریکا ددغه ویروس په خپرېدو کې یو ډول ښکېله وي او یا به د امریکا د بې پروایۍ له امله دغه ویروس خپور شوی وي.