په هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت وایي چې په دې سره په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۴۲۳ ته ورسېد. د سرچینې په خبره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۷ پېښې په هرات، ۱۲ پېښې په کابل، لس په کندهار، بلخ کې ۵ او ننګرهار کې دوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. عامې روغتیا وزارت د کرونا د مثبتو پېښو پر ډېرېدو اندېښنه ښيي او یو ځل بیا یې له خلکو غوښتي چې د دوی سپارښتنو ته پاملرنه وکړي. ددغه وزارت د چارواکو په وینا خلک دې د خپل ځان او خپلې کورنۍ د خوندیتوب لپاره په کورونو کې پاتې شي، ګرځبندیز دې رعایت کړي او له ګڼې ګوڼې دې لرې اوسي.