له هغه وروسته چې د امریکا د ګانګرېس له خوا ګومارل شوې د افغانستان د مطالعې ډلې د دوحې د هوکړې خلاف له افغانستان څخه د ځواکونو په وتلو کې د ځنډ وړاندیز وکړ، د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې د بیا پیل خبرې کېږي. ويل کېږي چې طالبانو هم جګړې ته تیاری پیل کړی او تازه ان بي سي ټلوېزیون ویلي چې د طالبانو جنګي او سیمهییزو مشرانو ته ویل شوي چې جګړې ته تیاری ونیسي.
اوس پوښتنه دا ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د جګړې د بیا پیل شونتیا شته؟
د امریکا او طالبانو د هوکړې پر اساس ټول بهرني ځواکونه باید په ۱۴میاشتو کې له افغانستان څخه ووځي. تر راتلونکې مې میاشتې پورې دا وخت پوره کېږي او په پاتې موده کې باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. که څه هم اوس یوازې ۲۵۰۰ امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې دي، خو اوس د امریکا له اړخه د ځواکونو په وتلو کې د ځنډ خبرې کېږي. امریکایان وايي چې طالبانو د دوحې هوکړه نه ده عملي کړې؛ تاوتریخوالی یې نه دی کم کړی او له القاعدې سره یې اړیکې نه دي پرې کړي، نو ځکه باید وتل په دې پوره وتړل شي چې طالبان هوکړه عملي کړي. امریکایان دا هم وايي چې که دوی ووځي، طالبان به په زور په کابل کې حکومت سقوط کړي، ځکه چې د سولې په بین الافغاني خبرو کې پرمختګ نه دی شوی. طالبان بیا یو مخ وايي چې دوی په هوکړه عمل کړی، القاعده نشته او تاوتریخوالی یې هغسې کم کړی چې له امریکا سره پرې توافق شوی دی. طالبان ټینګار کوي چې که امریکايي ځواکونه تر ټاکلې نېټې ونه وځي، نو دوی به پرې بریدونه وکړي. له بله اړخه افغان حکومت هم د امریکا په وروستي دریځ خوښي څرګنده کړې او پرون یې ویلي چې طالبان سوله نه کوي او دوی جګړې ته تیاری نیسي.
د طالبانو په اړه د امریکايي چارواکو وروستۍ څرګندونې او دریځونه تر ډېره د فشار لپاره دي. دوی غواړي چې پر طالبانو فشار راولي، د ځواکونو د وتلو موده یو څه نوره هم وغځوي او طالبانو د ځینو نورو مسایلو منلو ته اړ کړي، خو که خبره رښتیا هم د طالبانو له اړخه تر جګړې ځي، نو امریکا به شاتګ کوي، ځکه چې امریکا نه غواړي له طالبانو سره بېرته جګړه پیل کړي. طالبان هم نه غواړي چې له امریکا سره جګړه بیا پیل کړي، له همدې امله سیاسي هلې ځلې کوي. ایران، روسیې او بیا ښايي چین ته یې سفرونه هم همدا موخه تعقیبوي چې پر امریکا فشار راوړي. دواړه اړخونه جګړې ته تمایل نه لري، خو پر یو بل فشار راوړي او د دې شونتیا هم شته چې که طالبانو ته ډېر امتیاز ورکړل شي، نو د ځواکونو په وتلو کې به یو کوچنی ځنډ هم ومني. البته دا به دوه اړخیزه معامله وي، خو دواړه لوري به بیا تر جګړې ولاړ نه شي.
که امریکا او طالبان بیا جګړه نه کوي او دواړه اړخونه نه غواړي، نو افغاني اړخونه دې هم د جګړې لپاره تیاری نه نیسي. دوی باید پر سوله ټینګار وکړي، د افغان وژنه باید بنده شي او دواړه اړخونه باید د سولې خبرې جدي وګڼي او د خنډونو پر ځای دې سولې ته لاره هواره کړي.