له زیاتو خنډونو سره سره د پښتون ژغورنې غورځنګ ( پي ټي اېم) بریالی شو چې په پېښور کې د ارمان لوڼي لویه تلین غونډه جوړه کړي. ارمان لوڼی چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ له بنسټګرو څخه و، تېر کال په بلوچستان کې د پاکستاني نطامیانو له خوا شهید شو. د پښتون ژغورنې غورځنګ پرون د ارمان لوڼي په یاد کې او په دې برخه د عدالت د غږ اوچتولو لپاره لسګونه زره کسان را ټول کړي وو.
که څه هم پاکستاني استبدادي رژیم د دې غونډې د مخنیوي لپاره پراخې هڅې وکړې، خو بیا هم پي ټي اېم بریالی شو. تر غونډې مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځیني غړي ونیول شول، ځینې وګواښل شول، د رسمي نظامیانو تر څنګ استخباراتو هم د دې غونډې پر ضد ځیني سیمهییز ناخبره او جاهل خلک وکارول. د دې تر څنګ د غونډې لپاره په ټاکل شوي ځای کې یې اجازه ورنه کړه، غونډه په بل ځای کې وشوه. غونډې ته ورتلونکې لارې ستونزمنې شوې. هغه خلک چې غونډې ته ورتلل، په لاره کې ودرول شول، وځنډول شول، وپلټل شول، ورټل شول او سپکې سپورې ورته وویل شوې او آن ځیني یې ووهل شول، خو له دې ټولو ظلمونو سره سره بیا هم لویه غونډه وشوه. تر دې حیرانوونکې دا ده، چې د دې غونډې د مخنیوي لپاره په سیمه کې په همدې ورځ ټلیفوني شبکې او انټرنېټ له کاره لوېدلي وو. په دې سره دوی هڅه کوله چې د غونډې له نوي ځایه خلک ناخبره وساتل شي او بل دا چې له غونډې څخه نور خلک او نړۍ خبره نه شي.
له نېکه مرغه د پاکستاني پوځ او استخباراتو دا استبداد بیا هم ناکام شو. پراخه غونډه وشوه، لسګونو زرو کسانو پکې ګډون وکړ، خلک پرې خبر شول او آن که څوک خبر هم نه وو، له دې امله خبر شول چې پاکستاني استبدادي رژیم ټیلفوني شبکې بندې کړې وې او چې خلک یې په لامل پسې ګرځېدل، نو پوه شول چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه ده او پاکستاني استبدادي رژیم هڅه کوي چې په دې ډول کارونو یې مخه ونیسي. پاکستاني ظالم چارواکي چې پر پښتون ژغورنې غورځنګ څومره فشار راوړي، د پښتون غږ همدومره لوړېږي.
پاکستانی استبدادي او وحشي رژیم د دې پر ځای چې د پښتنو غږ واوري، د شهید ارمان لوڼي او نورو شهیدانو قاتلین ونیسي، محاکمه یې کړي، تښتول شوي بندیان خوشې کړي، په قبایلي سیمو کې ورک کسان له خپلو پټو زندانونو خوشې کړي او له پښتنو سره خپله دښمني ودروي، لا زیات له پښتنو سره تشدد کوي او آن د هغوی پر ضد هم ګامونه اخلي چې د خپل مظلومیت غږ پورته کوي.
اوس دا پر ټولو پښتنو، که هغه د پاکستاني رژیم تر کنټرول لاندې سیمو کې دي، که په افغانستان او نوره نړۍ کې دي، د دوی ټولو دنده ده چې په یوه غږ د پښتون ژغورنې غورځنګ تر څنګ ودرېږي او هر ډول ملاتړ یې وکړي. د دې تر څنګ د بشري حقونو سازمانونه او هغوی چې د بشر د حقونو خبرې کوي، باید د پي ټي اېم غږ واوري، ملاتړ یې وکړي او له پښتنو سره مرسته وکړي چې د پاکستاني پوځ او استخباراتو له ظالمانو او وحشیانه کړنو او تسلط څخه خلاص شي.