د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل وايي، د کرونا ویروس په خپرېدو اروپايي ټولنه له خپل تاسیس راهيسې له تر ټولو لوی ازمایښت سره مخ ده. اروپايي هېوادونه د کرونا ویروس دومره اغېزمن کړي چې پر دې ویروس د اخته کېدو او له کبله یې د مړینو شمېر کې کمی دې هېوادونو ته هیله مندي ورکوي. ایټالیا تر اوسه په نړۍ کې په کرونا ویروس د مړینو تر ټولو لوړه شمېره لري او بل اروپايي هېواد اسپانیا بیا په ټوله اروپا کې پر دې ویروس د اخته کسانو لوړ شمېر لري. د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل وايي، د کرونا ویروس به خپله له منځه ولاړ نه شي او مبارزې ته اړتیا لري. نوموړې اوسنی وخت د اروپا لپاره ننګوونکی بللی.