د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیرزو کندهار ته په خپل سفر کې وايي چې په دغه ولایت کې د کرونا وبا مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی. فیرزو وايي چې په دغه ولایت کې له کرونا سره د مبارزې چارې په چټکه روانې دي، خو خلک باید همکاري وکړي او په کور پاتې شي. نوموړی وايي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړینې شمېر ۱۴ تنو ته رسېدلی دی. ورته مهال د کندهار والي حیات الله حیات وايي، چې د کرونا وبا د مخنیوي د مبارزې لپاره چې د ۱۰۰زره ډالرو ژمنه شوې تراوسه دوی ته نه دي رسېدلي. حیات زیاتوي چې ولسمشر مالیې وزارت ته حکم کړی که دغه پیسې په یوه وار نه شې ورکولی نو د قست په توګه دې ورکړل شي.