ان بي سي نیوز خبر ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو کابل ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې ولسمشرغني او ډاکټر عبدالله ته په خطاب کې ویلي، که چیرې خپلې سیاسي ستونزې حل نه کړئ او له طالبانو سره معامله کې پرمختګ ونه شي او د امریکا او طالبانو د شوي تړون پر مخ کې افغان حکومت ستونزې جوړې کړي نو امریکا به له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو د وتلو په اړه تصمیم ونیسي، ان بي سي نیوز وایي چې افغان حکومت سره د مرستو کمولو اعلان وروسته د ځواکونو بشپړ وتلو ګواښ د افغانستان په اړه د امریکا په ستراتیژۍ کې د ژور بدلون نښه ګڼل کیږي.