امریکا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله د نږدې ۲ زره کسانو د مرګ ریکارډ ټینګ شو. دا د کرونا د خپرېدو له پیله تر دې دمه په ۲۴ ساعتونو کې د مړینې تر ټولو لوړه شمېره ده. په ورته وخت کې په نړۍ کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۴۳۱۶۸۱ ته رسېدلی دی. په ټوله نړۍ کې تر دې دمه ۸۲۰۷۴ کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي. په امریکا کې د اخته کسانو شمېر ۴۰۰۴۱۲ کسه دی. د مړو شمېر ۱۲۸۵۴ کسه دی. ایټالیا کې د مړو شمېر ۱۷۱۲۷ کسانو ته رسېدلی دی. هسپانیه کې بیا ۱۴۱۹۴۲ کسان په دغه ویروس اخته شوي او ۱۴۰۵۴ یې مړه کړي دي. جرمني کې ۱۰۷۶۶۳ کسه په کرونا اخته دي، ایران کې ۶۲۵۸۹، برېتانیا کې ۵۵۲۴۲ او ترکیه کې بیا مثبتې پېښې ۳۴۱۰۹ ته رسېدلې دي.