د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست وایې چې د کرونا ویروس یو بل ناروغ هم مړ شوی دی. د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو د څانګې مسوول فهیم شریفیار وویل چې مړ شوی تن ۵۲ کاله عمر درلود او د مزار شریف د شپږمې ناحیې اوسیدونکی و. هغه زیاته کړه، چې دا ناروغ له تیرو دریو ورځو راهیسې د کرونا ددرملنې په مرکز کې بستر و، خو د خراب روغتیایي حالت او د ساه لنډۍ د ستونزې له امله نن سهار مړ شوی دی. شریفیار وایي چې دغه ناروغ مړ کیدو سره په دې ولایت کې له کرونا ناروغانو د مړو شویو شمیره په دې ولایت کې څلورو تنو ته ورسیده. تر اوسه په هېواد کې له کرونا ناروغۍ څخه ١۵ تنه مړه شوي خو ٢٠ نور بيا بېرته جوړ شوي دي. همدارنګه تر دې دمه په ټول هېواد کې د کرونا ناروغۍ ٤٢٣ پېښې ثبت شوي دي.