يو امريکايي ساينسپوه وايي نړۍ به له کرونا وروسته هېڅکله خپل هغه پخواني نورمال حالت ته را ونه ګرځي. امريکايي ساينسپوه ډاکتر انتوني فاسوي په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته ويلي، تر څو چې کرونا وېروس موجود وي پخواني عادي او نورمال حالت ته د هېوادونو ورګرځېدل ناممکن دي. فاوسي همداراز ويلي چې د کرونا ويروس لپاره په واکسين او درمل جوړولو کار روان دی او هيله ده چې ګټور تمام شي.