ټاکل شوې د ناټو غړي هېوادونه د نورو مسایلو تر څنګ له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو پر وتلو هم بحث وکړي. د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې پر اساس ټول بهرني ځواکونه باید تر راتلونکې مې میاشتې پورې له افغانستان څخه ووځي، خو ناټو بیا بیا داسې اشاري کړي چې ګواکې ځواکونه به یې تر مې میاشتې وروسته هم په افغانستان کې وي او شرایطو ته په پام سره به له افغانستان څخه وځي. اوس به ناټو په دې اړه رسمي پرېکړه کوي، چې ځواکونه به یې له افغانستان څخه وځي او که څنګه، خو اټکل دی چې ناټو به ووايي چې د وتلو لپاره نېټه نه ټاکي او نه یې مراعاتوي، بلکې دوی به شرایطو ته په پام سره له افغانستان څخه ووځي.
اوس که ناټو همدا پرېکړه وکړي چې ځواکونه به یې تر مې میاشتې پورې ونه وځي، نو پوښتنه دا ده چې څه به پېښېږي؟
دلته دوه حالتونه دي. یو دا چې د ځواکونو پاتې کېدل له طالبانو سره د نوې هوکړې پر اساس وشي، بیا ښايي کومه جګړه رامنځته نه شي. د دې شونتیا شته چې امریکا طالبانو ته امتیازات ورکړي او په بدل کې یې ترې وغواړي چې څو میاشتې نور هم د ځواکونو حضور ومني. که څه هم طالبانو ویلي چې بهرني ځواکونه باید تر مې میاشتې ووځي او که ونه وځي، دوی به پرې بریدونه وکړي، خو په سوله کې د طالبانو لاسته راوړنو او ګټو ته په کتو، د یوې معاملې شونتیا نه شي ردېدلی. دویم دا چې که له طالبانو سره له هوکړې پرته د ځواکونو پر حضور ټینګار وشي او طالبان یې رد کړي، نو سخته او خونړۍ جګړه به وشي.
خو پوښتنه دا ده چې جګړه به څه ډول وي؟
که څه هم طالبانو ویلي چې که بهرني ځواکونه ونه وځي، بریدونه به پرې وکړي، خو که جګړه بیا ګرمېږي، نو بیا به هم لویه برخه زیان افغانانو ته اوړي او بهرني ځواکونه به تر ډېره خوندي وي. بهرني ځواکونه کم شوي، په خپلو اډو کې خوندي دي، د باندې نه راوځي، نو ځکه به پرې کم بریدونه وشي. ان که طالبان د دوی پر مرکزونو هم بریدونه وکړي، له دې امله چې هغوی په خپلو اډو کې دي او هلته پراخ دفاعي امکانات لري، بیا به هم هغوی ته ځاني زیانونه کم وي. له دې سره به د طالبانو د جګړې ټول فشار پر حکومت وي. طالبان به نه یوازې په ښارونو کې لوی بریدونه وکړي، بلکې د ولسوالیو، ښارونو او ولایتونو د پوره لاندې کولو هڅې به وکړي او ځیني ولایتونه به لاندې هم کړي. په دې ډول به د بیا پیل کېدونکې جګړې قربانیان، حکومتي ځواکونه، طالبان او ملکي وګړي وي، چې ټول افغانان دي، خو بهرني ځواکونه به په اډو کې خوندي وي او کم زیان به ور اوړي.
هغوی چې د سولې په پروسه کې یې خنډونه جوړ کړل، د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو لپاره یې هڅې وکړې او ویې نه غوښتل چې بین الافغاني خبرې بریالۍ شي، د دې راتلونکې جګړې مسوولیت یې پر غاړه دی. د دې تر څنګ د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل به بیا هم د جګړې اصلي لامل وي او هر افغان باید پر دې تمرکز وکړي چې هېواد له بهرنیو ځواکونو پاک کړي او د جګړې اصلي لامل ختم کړي. له بله اړخه تر هغو چې موږ افغانان خپلې ستونزې خپله حل نه کړو، همداسې به هم په جګړه کې وو او هم به بهرني ځواکونه دلته حضور ولري.