امریکا په تېرو ۱۹ کلونو کې یې د ښځو د ملاتړ لپاره ۷۸۷،۴ میلیونه ډالر لګولي دي. سیګار په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې لا هم په افغانستان کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ دی او جګړې ددوی د پرمختګ په لار کې ستر خنډ دی. سیګار وایي امریکا په تېرو ۱۹ کلونو کې د ښځو د پرمختګ، ودې او زده کړو په برخه کې څه کم ۷۸۰ میلیونه ډالر لګولي دي، خو داسې ښکاري چې په لرو پرتو سیمو کې دغه لګښتونو د ښځو پر ژوند د پام وړ اغېز نه دی لرلی. سیګار داسې مهال دغه راپور خپروي چې تر دې وړاندې هم د ښځو د پرمختګ او ودې لپاره د امریکا پر مرستو ګڼې نیوکې موجودې وې او په دې برخه کې د فساد راپورونه هم خپاره شوي دي.