پرون سهار یو ځل بیا په کابل ښار کې درې چاودنې وشوې. چاودنې یوه پر ملکي او دوې پر نظامي موټرو وې چې پکې پنځه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي. د دغو بریدونو ډول چسپکي ماین ګڼل شوی، چې له چاودنې وروسته موټرونو اور اخیستی دی. له دې سره پرون په زابل او ارزګان کې هم د چسپکي ماین چاودنې شوې دي. د پخوا په شان هېڅوک د دې پېښو پړه نه مني. حکومتي چارواکي بیا هم دا چاره د طالبانو کار ګڼي. د ملي امنیت رییس احمدضیاء سراج پرون یو ځل بیا ویلي چې دا چاودنې طالبان کوي، خو پړه یې نه اخلي، ځکه چې غواړي د بې باورۍ فضا رامنځ ته کړي او په عامه ذهنیت کې پر حکومت فشار راولي.
دا بحث یوه خوا چې دا بریدونه څوک کوي، خو ایا خلک ومني چې چاودنې یې د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې ده او باید ویې زغمي؟
په دې اړه ډېر بحثونه شوي چې د چسپکي ماینونو وروستۍ څپه چا پیل کړې او څه غواړي. حکومت طالبان ملامتوي او طالبان حکومت، خو ځیني کارپوهان بیا په دې چاره کې تر حکومت او طالبانو ور هاخوا د نورو کړیو د ښکېلتیا خبرې هم کوي. دا چې هر څوک کوي او د هرې موخې لپاره یې کوي، دا یو اړخ او آن خلک به له حکومتي چارواکو سره ومني چې دا کار طالبان کوي، خو بل اړخ دا دی چې تر کله به دا بریدونه دوام کوي او ولې یې مخه نه نیول کېږي؟
د حکومتي چارواکو دنده یوازې دا نه ده چې وسله وال مخالفین یا بل څوک پړه وګڼي او یا هم له خلکو سره خپل سیاسي تحلیل شریک کړي چې د دغو بریدونو موخه څه ده، بلکې د حکومت اصلي دنده دا ده چې د دغو بریدونو مخه ونیسي. څنګه شونې ده چې هره ورځ دا پېښې وشي او آن ځینې ورځې درې او څلور پېښې وشي، خو بیا هم د پېښو مخنیوي نه کېږي. حکومتي ویندویان او چارواکي ادعا کوي چې د ځینو پېښو عاملین یې نیولي، خو دا څنګه د چسپکي ماینونو او چاودنو سیلاب دی چې مخه یې نه نیول کېږي!؟ حکومت چې د ځینو کسانو د نیولو ادعا کوي، هغه له پېښو وروسته نیول شوي. ولې دا له پېښو وړاندې نه نیول کېږي؟ زموږ امنیتي ځواکونه، په ځانګړي ډول استخبارات او پولیس ولې د دې څپې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي؟ دوی پر څه بوخت دي؟ څنګه ممکنه ده چې په یوه ښار کې هره ورځ داسې پېښې وشي، خو استخبارت او امنیتي ځواکونه یې جرړې پیدا نه کړي او له بیخه یې ونه باسي؟ اوس له هر افغان او په ځانګړي ډول له هر کابلي سره همدا پوښتنې دي، چې حکومتي چارواکو تر اوسه نه دي ځواب کړې او دې حالت نور شکونه هم پیدا کړي دي.
خو افغانان او په ځانګړي ډول کابلیان باید ومني چې چسپکي ماینونه او چاودنې یې د ورځني ژوند برخه ده؟ د دې پېښو مخه نه نیول کېږي او آن د زیاتېدو وېره یې ده. حکومتي او نا حکومتي، سیاسي او غیرسیاسي، ملکي او نظامي، د حکومت ملاتړی او سیاسي مخالفت، هېڅوک خوندي نه دي. چارواکي په خپلو څرګندونو او دریځونو سره خلکو ته په غیر مستقیم ډول بیا بیا همدا پیغام ورکوي، چې چاودنې یې د ورځني ژوند برخه ده، څه ډول چې د کابل چټله هوا تنفس کوي، همداسې باید دا چاودنې هم وزغمي، پر خپلو مړو وژاړي، خاورې پر واړي، دعا وکړي او بس.