د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې ترهګر اوس په سرکونو کې د ماینونو د ځای پر ځای کولو لپاره په ټولیزه توګه له یوې نوې بڼې کار اخلي. هغه زیاته کړې د تازه اسنادو له مخې، د پاکستان له لوري طالبانو ته یو ډول نوي ماشینونه رسېدلي چې ترهګرو تر ډېره هغه په سراچه موټرونو کې ځای پر ځای کړي دي. ښاغلی صالح وايي، دا ماشینونه له یوې تر دوو دقیقو پورې په سړک کې تر لس سانتي مترو پورې سوری کوي او په هغه کې د سړک رنګ ته ورته ماین په ډېره بېړه ځای پر ځای کوي. صالح ویلي، چې دوی پولیسو ته سپارښتنه کړې، چې له دې وروسته سراچه ډوله موټرونه په جدي توګه تر څارنې او څېړنې لاندې ونیسي.
حکومتي چارواکي په خلکو کې دومره بې باوره شوي، چې اوس یې په سختۍ په خبرو باور کوي؛ ځکه چې دوی بیا بیا خلکو ته دروغ ویلي او ورسره کړې ژمنې یې نه دي عملي کړي. د امرالله صالح وروستۍ خبرې د تامل وړ دي؛ ځکه چې کله چاودنه پوره موټر تخریبوي، نو د بم لپاره اېښودل شوی سوری څنګه جوړ پاتې شي چې بیا یې تصویرونه تر امرالله صالح پورې ورسېږي!؟ خو که دا خبره دقیقه هم وي، بیا هم ستونزه لري؛ ځکه چې ولې د دښمن پلان ټولو خلکو او خپله دښمن ته افشا شي. که دښمن پوه شي، چې پلان او تکتیک یې افشا شوی دی، نو نه یوازې دا تکتیک به نه کاروي، بلکې بله لاره چاره به وګوري. تر دې بده یې لا دا چې آن امرالله صالح دښمنان خبر کړل چې سراچه او نور ډاله لرونکي موټرونه پلټل کېږي. دا خبره په واضح ډول د بریدګرو خبرول دي چې نور دا تکتیک ونه کاروي او امنیتي ځواکونه به د دوی موټرونه ګوري. که رښتیا هدف دا وي چې دا بریدګر او د دوی ټوله شبکه ونیول شي، نو دا خبره باید پټه ساتل شوې وای او یوازې امنیتي او کشفي ارګانونه پرې خبر وای. اوس خو داسې ښکاري چې امرالله صالح نه غواړي دا کسان ونیول شي او یوازې هغوی خبروي چې امنیتي ځواکونو یې تکتیک پېژندلی او نور دې یې نه کاروي. دا د امنیتي ادارو د پلانونو افشا کول او دښمن خبرول دي. په دې سره دا شک پیدا کېږي چې رښتیا هم دا تکتیک شته او رښتیا هم حکومت غواړی دا کسان ونیسي، که یوازې یې پوهوي چې خپل تکتیک بدل کړي!؟
حکومتي چارواکي اوس د دې پر ځای چې د دغو پېښو مخه ونیسي، هڅه کوي چې خلک ووېروي، یا غواړي خپل نظر څرګند کړي، څو خلکو ته یو څه ووايي. دوی اوس د مسوولینو پر ځای د سیاسي شنونکو رول لوبوي او خپله دنده نه ترسره کوي. حکومتي چارواکي باید د ځان ښودنې او د خلکو په سترګو کې د خاورو شیندلو پر ځای، هڅه وکړي چې د روانو چاودنو او وژنو مخه ونیسي. خلک له چارواکو نه غواړي چې ورته وايي دا بریدونه څوک او څه ډول کوي، بلکې خلک غواړی چې د دغو بریدونو مخه ونیول شي. اوس خو د امرالله صالح خبرې یوازې د دې لپاره دي، چې دښمن د امنیتي ځواکونو له پلانونو او طرحو خبر کړي او هغوی پوه کړي چې سراچې او نور موټر پسې پلټل کېږي. له پرته دا خبرې هېڅ مانا نه لري.