د ملي امنیت شورا د سلاکار د دفتر ویاند جاوید فیصل رسنیو ته ویلي چې د ولسمشر د فرمان پر بنسټ په نن هم سل کسه نور طالبان د افغان حکومت له بنده خوشي شي. جاوید فیصل داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې پرون هم افغان حکومت سل کسه طالب بندیان خوشي کړي دي. په ورته وخت کې طالبانو بیا د بندیانو د خوشي کولو پر بهیر نیوکه کړې ده او په خبره یې بندیان له پروسې او هوکړې سره سم نه دي خوشي شوي نو دوی ته د منلو وړ نه دي. طالب ویاندویان وایي چې ددوی پلاوی هم له کابل وتلی دی او د زندانیانو د خوشي کولو پر سر خبرې درېدلې دي.