د حکومت له بند څخه نن سل نور طالب زندانیان هم آزاد شول. تېره ورځ د ولسمشر د فرمان له مخې سل تنه طالبان خوشي شوي وو، حکومت کې سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې دا لړۍ روانه ده او ممکن د راتلونکې اونۍ تر پایه (۱۵۰۰) نور طالبان هم له بند خوشي شي. خو وسله والو طالبانو د پرونیو زندانیانو پر خلاصون غبروګون ښودلی و. طالبان وایي دوی د هغو بندیانو خلاصون نه تاییدوي چې له پروسې سره سم نه وي خلاص شوي. د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې دوی له امریکا سره هوکړه لري او په دې هوکړه کې د زندانیانو د خوشي کېدو لپاره ځانګړې پروسه په نظر کې نیول شوې ده. دده په خبره هغه زندانیان چې له پروسې سره سم نه خوشي کېږي دوی ته د منلو وړ نه دي. ده ویلي چې پلاوی یې له کابل وتلی دی او دمګړی له افغان حکومت سره د زندانیانو د خوشي کولو پر سر خبرې ختمې شوې دي.