د روسیې تاس خبري آژانس د سیمې هیوادونو کې پر کرونا ویروس د تاجکستان او ترکمنستان د نه اخته کیدو په اړه وایي چې سیمه کې دغه دواړو هیوادونو له ایران سره خپلې پولې ډیرې ټینګې ساتلې وې او همدا لامل شو چې تر دې دمه دغه دواړو هیوادونو کې د کرونا ویروس هیڅ مثبته پیښه نه ده ثبت شوې، آژانس وایي په داسې حال کې چې افغانستان له سخت سیاسي، امنیتي او اقتصادي کړاوه رنځ وړي د کرونا ویروس په دغه هیواد کې په یوه بل ستر سرخوږي بدل شوی چې دغه هیواد به ډیر وکړوي، آژانس وايي که چیرې افغانستان د کرونا ویروس مخنیوي لپاره فعاله ډیپلوماسي کارولې وی او خپلې پولې یې له ایران او پاکستان سره کلکې تړلې وای ممکن له تاجکستان او ترکمنستان وروسته به افعانستان درېیم هیواد وو چې د کرونا ویروس هیڅ مثبته پیښه به نه وه پکې ثبت شوې.