نړۍ کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر له یو نیم میلیونه اوښتی دی. تر اوسه د دغې ناروغۍ له کبله تر ۹۰ زره پورې کسان مړه شوي هم دي. په امریکا کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۴۳۲ زرو، په اسپانیا کې له ۱۵۲ زرو، په ایټالیا کې له ۱۳۹ زرو او په جرمني کې له ۱۱۳ زرو اوښتی دی. بل لور ته اکسفام خیریه ټولنې د لندن د کنګز او اسټرالیا ملي پوهنتون د شمېرو له مخې ویلي، چې د کرونا وبا د مخنیوي بندیزونو او قرنطین له کبله تر نیم میلیارد پورې انسانان د بې وزلو په ډله کې شاملېدی شي. خو یو شمېر اروپايي هېوادونو په احتیاط سره په ټپه ولاړ حالت کې د اسانۍ راوستو اقدامات پیل کړي دي.